د هند او پاکستان لانجه افغان سوله نه سي زیانمنولای

comments 0

1101 Views

هندوکش – کابل: د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ د هند او پاکستان لانجه افغان سولې ته زیان نه سي رسولای؛ ځکه سوله د افغان حکومت ابتکار دی.
ددغه وزارت ویاند صبغت الله احمدي ویلي؛ د سولې روانې هڅې د افغان حکومت ابتکار دی او د پاکستان په ګډون له ښکېلو هېوادونو نه یوازې د همکاري غوښتنه سوې ده.
د احمدي په وینا پاکستان مجبور دی چې د افغان سولې په برخه کې به رښتینی چلند او همکاري کوي؛ ځکه افغان سوله نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې په ګټه ده.
د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تر دې وړاندې، پاکستاني چارواکو د هند ـ پاکستان کړکېچ پر افغان سوله اغېزناک بللی و او په خبره یې ښایي روان کړکېچ افغان سوله هم اغېزمنه کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments