د هند او پاکستان جګړه توده شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – هندوستان: هند او پاکستان د یو بل د جنګي جیټ الوتکو د راغورځولو ادعاوې لري.
هند وايي، د پاکستان ایف شپاړلس جنګي الوتکه یې نن د جمو کشمیر په نوشهره سیمه کې راغورځولې ده.
هندي رسنیو خبر ورکړی چې د پاکستان ایف شپاړلس الوتکې بمونه هم غورځولي او وروسته د دوی هوايي ځواک دغه الوتکه رانسکوره کړې ده.
له بل لوري بیا د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور په خپل ټویټ لیکلي، د پاکستان هوايي ځواک د هند هغه دوه جنګي جیټ الوتکې راغورځولي چې د پاکستان تر ولکۍ لاندې کشمیر ته ور اوښتې وې.
غفور لیکلي، پاکستاني ځواکونو د هند یو پیلوټ هم نیولی دی.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments