د هملند په مارجې کې د افغان ځوکونو په عملیاتو کې ۳۴وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

3243 Views

هندوکش ــ هلمند: دملي اردو ځواکونو د هلنمد ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د تصفیوي عملیاتو په پایله کې ۳۴وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د هلمند ولایت ځايي چارواکي وايي، چې په مارجې ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات په بریالیتوب سره روان دي، دوی وايي چې د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ اوسیدونکي له عملیاتو خوښ ښکاري او له افغان ځواکونو څخه ملاتړکوي.
چارواکي وايي، چې په ترسره شوو علمیاتو کې ۲۷ طالبان وژل شوي او ۷تنه نورټپیان شوي دي.
طالبانو د یادې مرګ ژوبلې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments