د هلمند په مارجې ولسوالۍ کي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د امنیتي پوستو د جوړولو چاري پیل کړي دي

comments 0

460 Views

هندوکش – هلمند: د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي: د مارجې ولسوالۍ په وروستیو عملیاتو کي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پراخي سیمي له وسله والو طالبانو نیولي او دا مهال افغان امنیتي ځواکونو په نیول شوو سیمو کي د امنیتي پوستو د جوړولو چاري پیل کړي.
د ځواک په خبره د سیمي ولسي وګړو، قومي مشرانو او دیني عالمانو له ولایتي اداري غوښتنه کړې، چي په ناامنه سیمو کي امنیتي پوستې جوړي کړي او پدې سیمو کي ولسي وګړو ته د ارام ژوند زمینه برابره کړي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي: په مارجې ولسوالۍ کي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پوستو جوړولو چاري پیل شوي، چي له سره به د مارجې ولسوالۍ په یو شمیر ناامنه سیمو کي ولسي وګړو ته د ارام ژوند زمینه برابره شي.
ښاغلي ځوک وویل: د مارجې ولسوالۍ په عملیاتو کي وسله والو طالبانو ته درنه مرګژوبله اووښتې ده او افغان امنیتي ځواکونو پدې ولسوالۍ کي پراخي سیمي له وسله والو طالبانو نیولي دي.
د ځواک په خبره د مارجې ولسوالۍ میشت ولسي وګړي په بشيړ ډول له ځایي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري کوي او هڅه یې دا ده، چي په خپلو سیمو کي د وسله والو طالبانو د فعالیتونو مخه ونیسي.
ځواک زیاتوي د لنډي مودې لپاره په مارجې ولسوالۍ کي افغان امنیتي ځواکونو عملیات دریدلي دي، خو ښایي دېر ژر ددې ولسوالۍ په یو شمیر نورو ناامنه سیمو کي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه چاڼیز عملیات پیل کړي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments