د هلمند په جګړه کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د ګوند غړي وژل شوي

comments 0

6 Views

هندوکش ـــ هلمند: یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط هندوکش خبري اژانس ته وویل چې د هلمند په جګړه کې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د واکمن ګوند تحریک انصاف غړي هم وژل شوي دي.
سرچینه وايي چې عبدالرحمن د غلام فاروق زوی چې د عمران خان د ګوند برحال غړی و، پدې جګړه کې وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې د عبدالرحمن جسد له هلمند ولایت څخه تر انتقالیدو وروسته پرون د اکټوبر په شپاړسمه د پاکستان په باجوړ کې د عنایت په کلي کې خاورو ته وسپارل شو.
په هلمند کې د طالبانو د وروستیو جګړو د پيل سره سم د دغه ولایت چارواکو وویل د آی ایس آی مشاورین او جنګیالي د هلمند په جګړه کې عملاً داخل شوي او جګړه یې سخته او تنده کړې ده.
‎دوی ویلي و چې د صدر ابراهیم ځانګړی نماینده ملا عبدالباري د هلمند له جګړې درې ورځې تر مخه په ناوه ولسوالۍ کې له ملاګل آغا او ملا محمدزي سره لیدلي و او دوی ته یې د جګړې لپاره 3,5 لکه ‌‌‌‌‌‌ډالر وکړل او د جګړې لپاره یې دوربین دار ماشیندار او ‌‌‌‌‌‌ډرون کمرې ورکړې.
له جګړې دوه ورځې وروسته ځینو خپلواکو سرچینو داسې خبرونه تائید کړل چې ګواکې د هلمند په جګړه کې پاکستاني پوځیان د طالبانو په ملاتړ جګړه کوي.
اخوا د پاکستان څخه خپلواکو سرچینو تائید کړې ده، چې د دغه هېواد مختلفو سیمو ته په لسګونو مړي له هلمند ولایت څخه وړل شوي دي او په لسګونو جسدونه لا هم په افغانستان کې پاتې دي او کورنیو ته یې د مرګ خبرونه را رسیدلي دي او دوی یې په خپلو سیمو کې فاتحې اخلي.
دغه سرچینې وايي اوس هم د هلمند له جګړې را وړل شوي زخمیان د کوېټې، پېښور او اسلام اباد په مشهورو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.
خو د دې ټولو سره ـ سره پدې وروستیو کې پاکستاني رسنیو خبرونه خپره کړل چې ګواکې د دغه هېواد په پوځیانو په بېلابېلو ځایونو کې تروریستي بریدونه شوي او د دوی لسګونه پوځیان پکې وژل شوي دي، خو د پوځي او استخباراتي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل وايي چې دا د هلمند څخه ور وړل شوي پوځیان دي چې دوی یې اوس دغه ډول خبرونه خپره کړي دي.
ښاغلی امرخېل وايي:« تېر ځل چې غزني باندې برید و، همهاله پاکستاني رسنیو خبرونه خپاره کړل، چې څو دېرېش پوځیان یې بلوڅانو ور وژلي. دا دی اوس چې په هلمند برید دی، پاکستانۍ رسنۍ خبر ور کوي چې پاکستاني پوځیان بلوڅانو وژلي دي.»
ښاغلی امرخېل پوښتنه مطرح کوي چې دا څنګه بلوڅان دي؟« چې یواځې په همغه ورځ پاکستان پوځیان وژني، چې دلته د افغانستان د کوم ولایت د سقوط جنګ روان وي؟»
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments