د هلمند په تیره ورځني برید کې ولسي جرګې ته نوماند وژل شوې دې

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: په هلمند کې امنیتي چارواکي وایي چې د وسله والو ځواکونو په یوه ځانمرګي برید کې ولسي جرګې ته نوماند صالح محمد اڅکزې وژل شوې دې.
د چارواکو په وینا، په برید کې د اڅکزي په ګدوون لس کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
ویل کېږي، چې په غونډه کې ولسي جرګې ته یوه بله نومانده شګوفه نورزۍ هم وه، خو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
د هلمند د امنیتي چارواکو په خبره خپاره شوي معلومات وروستي نه دي او ښایي د مرګ ژوبلې کچه تر دې هم لوړه شي.
تردې دمه د برید مسوولیت چا په غاړه نه دې اخیستې.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments