د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کي ۱۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي

comments 0

3 Views

هندوکش – هلمند: د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي: د مارجې ولسوالۍ په روانو عملیاتو کي ۱۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او په دریو مختلفو سیمو کي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ۶ کیلو متره سیمه له وسله والو طالبانو څخه نیولي ده.
د ولایتي اداري د مالوماتو پر اساس چي پدې عملیاتو کي به د مارجې ولسوالۍ ټولي سیمي له وسله والو طالبانو څخه ونیول شي او ناامنه سیمو کي به یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه امنیتي پوستې ایجاد کړي، تر څو په سیمه کي ولسي وګړو ته د ارام ژوند زمینه برابره شي.
د هلمند ولایتي اداره وایي: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مارجې ولسوالۍ په عملیاتو کي ۶ کیلو متره وړاندي تګ کړی او پراخي سیمي یې د وسله والو طالبانو له شتونه پاکي کړي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د مارجې عملیاتو په اړه وایي: پدې عملیاتو کي وسله والو طالبانو ته پراخه مرګژوبله اووښتې ده او دا مهال د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندي وسله والو طالبانو د مقاومت توان له لاسه ورکړی.
د ځواک په خبره مارجې ولسوالۍ کي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تصفیوي عملیات پیل کړې، چي تر دې وروسته به د مارجې ولسوالۍ په ټولو سیمو کي افغان امنیتي ځواکونه چاڼیز عملیات هم پیل کړې.
ښاغلي ځواک وویل: د مارجې ولسوالۍ په ټولو سیمو کي به افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه امنیتي پوستې ایجاد کړي، تر څو په سیمو کي د ولسي وګړو لپاره د ارام ژوند زمینه برابره شي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments