د هلمند ولایت په بیلابیلو ناامنو سیمو کې د افغان پوځ عملیات دوام لري

comments 0

4 Views

د هلمند ولایتي مسؤلین وايي ددې ولایت په یو شمیر ناامنو سیمو کې د افغان پوځ عملیات دوام لري، ترڅو وسله وال طالبان وځپي او د سیمې اوسیدونکو ته د امن ژوند زمینه برابره کړي.
د هلمند والي ویاند عمر ځواک وایي افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ددې ولایت د نهرسراج او سنګین ولسوالۍ په بیلابیلو ناامنو سیمو کې عملیات پیل کړیدي، چې یو شمیر طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې او ډيری سیمې یې د طالبانو له حضور څخه پاکي کړیدي.
د ښاغلي ځواک په خبره په یادو سیمو کې د روانو عملیاتو موخه داده چې وسله وال طالبان وځپل او له منځه یوړل شي ترڅو په سیمه کې ولسي وګړي په ډاډمنه فضا کې ژوند وکړي او امنیتي ننګونې له منځه ولاړي شي.
دده په وینا هغه سیمې چې د افغان ځواکونو له لوري نیول کیږي هلته دایمي امنیتي پوستې هم ځای پر ځای کیږي ترڅو په سیمه کې دوامداره امنیت رامنځته او ولسي وګړي د ژوند چاري په ډاډه زړه مخته یوسي.
ځواک زیاتوي چې د یادو عملیاتو لړۍ به ددې ولایت یو شمیر نورو ناامنو سیمو ته هم وِغځول شي.
د هلمند ولایتي مسؤلین پداسي حال کې ددې ولایت په ناامنو سیمو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د عملیاتو له پیلولو څخه خبر ورکوي چې ویل کیږي وسله والو طالبانو د افغان پوځ پر وړاندې د مخامخ جګړې وړتیا له لاسه ورکړې ده.
ننگیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments