د هلمند ولایت نهرسراج ولسوالۍ کي ۱۹ وسله وال وژل شوي

comments 0

11 Views

هندوکش – هلمند: د هلمند امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو امر دوهم څارن محمد زمان همدرد وایي: تېره شپه د نهرسراج ولسوالۍ د نورزو کلي په سیمه کي وسله والو طالبانو د پولیسو پر ځایي امنیتي پوستو برید کړی، وسله وال طالبان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له سخت غبرګون سره شوي، چي د برید په پایله کي ۱۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي.
د وسله والو طالبانو څلور جسدونه د جګړې پر ډګر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته پاتي شوي، دغه راز د وسله والو طالبانو ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments