د هلمند ولایتي شورا په مارجې ولسوالۍ کې د افغان پوځ له روانو عملیاتو ملاتړ کوي

comments 0

24 Views

هندوکش – هلمند: د هلمند ولایتي شورا رئیس عطاالله افغان او ددې شورا منشي حیات الله مایار د افغان پوځ له لوري په مارجې ولسوالۍ کې له روانو عملیاتو څخه پراخ ملاتړ کوي، او د سیمې له اوسیدونکو غوښتنه کوي چې ددغو عملیاتو د بریالیتوب پخاطر له افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري وکړي.
ښاغلی افغان هیله لري چې د مارجې ولسوالۍ عملیات به د سیمې اوسیدونکو ته د سوله ایز او امن ژوند زمینه برابره کړي، او اوسیدونکي به یې د ژوند له لومړنیو اسانتیاو برخمن شي.
د هلمند ولایتي شورا له دولت څخه غوښتنه کوي چې د مارجې ولسوالۍ په نیول شوو سیمو کې دایمي امنیتي پوستې ځای پر ځای کړي.
بل پلو بیا د هلمند والي ویاند عمر ځواک وایي د مارجې ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیاتو دوام لري، او افغان پوځ د ولسي وګړو د خوندیتوب لپاره پوره هڅې کوي.
ښاغلی ځواک زیاتوي چې ددغو عملیاتو په ترڅ کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ تنه وسله وال طالبان وژل شویدي، او شاوخوا ۹ کیلومتره ساحه له وسله والو طالبانو څخه نیول شوې ده.
د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ په روانو عملیاتو کې پداسي حال کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوړي او ولایتي شورا له دغو عملیاتو څخه ملاتړ کوي چې دغه عملیات به ددې ولایت یو شمیر نورو ناامنو سیمو ته هم وغځول شي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments