د هلمند والي: تازه سرتېرو په راتګ به ټولې سیمي د طالبانو له شتونه پاکې شي

comments 0

191 Views

هندوکش ـ کابل: د هلمند والي وايي، چې دې ولایت ته د استول شویو نویو ځواکونو په مرسته به د مرکز لښکرګاه سیمې له طالبانو تصفیه شي.
د هلمند والي جنرال محمدیاسین پرون پر خپله فیسبوک پاڼه خبر ورکړ، چې له مرکز څخه ځانګړي ځواکونه د لومړي پړاو عملیاتو لپاره لښکرګاه ته ورسېدل.
ښاغلي یاسین تېرماښام رسنیو ته وویل، چې مرستندوی ځواکونه به په هغو سیمو کې عملیات وکړي چې مخکې یې تکتیکي په شاتګ ترې کړی و.
طالبانو دوه اوونۍ مخکې د لښکرګاه څلورمه ناحیه بریدونه وکړل چې طالبان لښګرګاه ښار ته داخل شي خو طالبان په شا وتمبول شول چې پکې تر درو سوو هم زیات طالبان ووژل شول او زیات شمېر نور یې ټپیان شول.
جنرال یاسین وايي، چې د نويو ځواکونو عملیات به له لښکرګاه څخه د بېلابېلو سیمو پر لور پیل شي.
یاسین زیاته کړه: “په درېیو-څلور استقامتونو کې به عملیات پیلېږي.
هغه ساحې چې دښمن په کې ماینونه ایښي یا پلونه وران شوي، دا به پاکوي او ترمیموي به ‌یې.”
د هلمند والي زیاتوي، چې د دې عملیاتو په نتیجه کې به، خپلو مېنو ته د بې‌ ځایه شویو کورنیو د راستنېدو امکان هم برابر شي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments