د هلمند ناوې ولسوالې افغان امنیتي ځواکونو لخوا بیرته ونیول شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: د افغان امنیتي ځواکونو په تازه چاڼیزو عملیاتو کې د هلمند ناوې ولسوالې چې د وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې وه بیرته ونیول شوه.
جنرال رادمنش رسنیو ته وویل: همدا اوس د ناوې ولسوالۍ د شمالي او سویلي سیمو د بشپړې تصفیې په موخه د افغان امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات دوام لري او د ولسوالۍ تر بشپړې تصفیي وروسته به ژوند عادي حالت ته را وګرځي او حکومت به خلکو ته عامه خدمتونو وړاندې کړي.
نوموړي زیاته کړه چې: ناوې ولسوالۍ کې به ژر تر ژره ښوونځي او روغتیایي مرکزونه پرانیستل شي تر څو خلک زده کړو او روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی پیدا کړي.
د یادونې وړ دې چې یادو عملیاتو کې ویل کیږي چې وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
ننګیالې کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply