د هلمند ملي امنیت موظفینو ۱۴ تنه وسلوال نیولي

comments 0

2 Views

هندوکش ـ هلمند: د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې تیره ورځ د ملي امنیت موظفینو د یو لړ کشفي او استخباراتي معلوماتو په اساس ۱۴ تنه وسلوال، چې په هملند ولایت کې په وژنو، چاودنو او ماین ایښودنې کې لاس درلود نیولي دي.
چارواکي وايي، چې ترهګرو ډلو له افغان امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ماتې خوړلې او غواړي په داسې کړنو سره د ولسونو په منځ کې ویره او ډار خپور کړي او ځان قوي وښيي.
په ورته مهال کې د یاد ولایت اوسیدونکو د ملي امنیت موظفینو د کړنو او هڅو قدرداني وکړه او له دوي څخه یې وغوښتل، چې د ترهګرو ډلو په وړاندې هیڅ رحم مه کوئ.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments