د هلمند مارجې ته د افغان ځواکونو کاروان رسيدل او د ولسونو تود هرکلی

comments 0

0 Views

هندوکش ـ مارجه: له لښکرګاه څخه په پوځي موټرو کې د خبريالانو يوه ډله لومړی ځل تر يو نيم کال وروسته د مارجې ولسوالۍ ته خوځيږي.

په لاره کې د تلو په لړ کې هر لوري ته چوپتيا وه ځکه تیر کال د مارجې ځينې سيمې چې طالبانو ونيولې نو د ولسوالۍ د بازار ډيرې برخې هم دوی ولوټلې خو اوس اوس هرڅه بیرته يو څه راسم شوي دي خو خلک لا هم ډاريږي چې داسې نه بیا يي طالبان شته ولوټي.

موږ د هغه کاروان سره يو ځای روان يو چې غواړي هلته شته سرتیرو ته تر شپږ مياشتو وروسته اکمالات ورسوي، پر لاره هر لوري ته له چوپتيا داسې ښکاري چې ترور او وحشت پر ولسونو ژوند تریخ کړی وو خو بل لوري ته بیا زموږ سوکه تګ او د ټانګونو غږونو هر لوري ته خلک لارو ته را ويستلي وي.

له افغان سرتیرو سره بې سارې ولسي مينه د طالبانو د وحشت او پوډرو په لوګي کې د پټ هلمند بله څيره ده دلته يو سپين ږیری هم راوتلی دی او له خپلو لمسو سره يو ځای ملي ځواکونو ته لاسونه خوځوي:« خدای مو راوله، خدای دې همت درکړي، الله مو دښمن تباه کړه» دا د هغه سپين ږيرې خبرې وې چې د يوې بلې رسنۍ له مسول سره يي وکړې دې سپين ږيري نور څه نه غوښتل خو ويل يي:« ملي ځواکونه زموږ بچيان دي د دوی د ټانګونو دا ګردونه او غورهار زموږ له مېنو د وحشت او فقر ګردونه له منځه وړي.»

د مارجې پر لويه لاره بل څه زما په ګډون يي د ډيرو خبريالانو پام ځان ته ور اړولی وو د طالبانو په ماينونو ټوټې ټوټې سړک او د سړک پر ځينو برخو د خاورې شيندل او د ماين د خبرداري لنډې لیکنې وې، موږ ډاريدو خو پوځي جامې پرتن سرتیري بیا نه ډاريدل ان تر دې چې په ځينو ځايونو کې به له چک پرته خړ هاموې ګان پر  هغو ځايونو پورته کيدل چيرته چې طالبانو د ماينونو خبرداري ورکړي وو.

يو سرتيري زما ددې پوښتنې په ځواب چې تاسو ولې دومره زړور ور ځئ راته وويل:« پوځي دريشي اغوستل زړه غواړي او موږ زړه لرو چې په داسې ځايونو ور خيژو، بله خبره داده چې دا وطن په ډار نه بلکه په ميړانه ساتل کيږي که همت نه وي دا شته ولسونه به نن هم د طالبانو تر وحشتونو لاندې وی.»

د ۲۱۵ میوند قول اردو درستيز وال جنرال غبدالغني هم زموږ ددې کاروان ملګری دی، نوموړی چې پوځي جنرال دی په لاره کې د موټرو د نظم مسولیت هم لري موږ ته په را رسيدو يي وویل:« شپږ مياشتې کيدې چې دلته اکمالات نه وو شوي خو ملي ځواکونو او پوليسو همت کړی وو او تر نن پورې يي دا سیمه له ترهګرو ساتلې وه.»

د خلکو تود هرکلی او د ماشومانو له هیلو ډکې سترګې د هلمند بله بڼه وه.

په دې ولسوالۍ کې اوس هم د طالبانو د  له ډاره ډير ښونځي تړلي دي، پخې لارې  بندې او ولس په خامو او سختو لارو تګ راتګ کوي.

ملي ځواکونو مارجې ته له رسيدو سره سم په لویو لارو کې ټول خښ شوي ماینونه له چاوديدو پرته شنډ کړل او ولسونو ته اجازه ورکول شوه چې له لویو لارو استفاده وکړي.

له هغه لوري چې کله را روان شو پر توره لاره ډيرې غورځول شوې خاورې څه خلکو او څه پولیسو پاکې کړې وې او د مارجې د مست او ميړني ولس موټر به ډير وارې زموږ له کاروان څخه مخکې شول.

سيد الهام الکوزی ـ مارجه

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply