د هلمند لښګرګاه ښار څخه په بشپړ توګه وسلوال طالبان په شا وتمبول شول

comments 0

11 Views

هندوکش ـ هلمند: د هلمند امنیتي چارواکي وایي، طالب وسلوال یې په بشپړه توګه د لښکرګاه له ښار په شا کړي خو زياتوي چې لا هم د ښار په ځينو سيمو کې چاڼيز عمليات دوام لري.
د چارواکو په خبره، دا مهال د لښکرګاه ښار په بشپړ ډول د امنيتي ځواکونو په واک کې دی او وايي، وسلوالو طالبانو ته له څو ورځو راهیسې د درنو تلفاتو په اوښتو سره دې ډلې د ښار ټولې برخې پرېښې دي.
دوی وایي، که څه هم وسلوال طالبان د لښکرګاه له ښار څخه وتلي خو لا هم د دې ډلې پر وړاندې هوایي او ځمکني علميات روان دي، څو په خبره يې ټولې نیول شوې سیمې تېر پاکې شي.
په تېرو څو ورځو کې د امنيتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ د نښتو له امله په هلمند کې تر ۵زرو زیاتو کورنیو د جګړو له امله خپلې مېنې پرېښي او امن ځایونو ته کډه شوي دي.
د هلمند ولایت د کډوالو چارو ریاست وایي، تر دې مهاله يې يوازې له ۲۵۰ کورنیو سره نغدي مرستې کړي او اړتيا ده چې له نورو کورنيو سره هم ورته مرستې وشي.
ولسمشر غني هم تېر ماښام ټولو اړوندو ادارو ته امر وکړ چې په هلمند کې د وسلوالو طالبانو لوري د تاوتريخوالي په ترڅ کې بې ځايه شويو کورنيو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments