د هلمند قومي مشران ، مدني فعالان : افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د باور وړ ځواک دی او افغانان یې ملاتړ کوي

comments 0

2 Views

هندوکش –هلمند: د هلمند یو شمیر قومي مشران او مدني فعالین په کندز ولایت کي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له وروستیو لاسته راوړونو ملاتړ کوي او زیاتوي چي پدې ولایت کي وسله وال طالبان له سترې ماتې سره مخامخ شوه.
بل لور ته د هلمند یو شمیر ولسي وګړي بیا پر وسله والو طالبانو توندي نیوکي کوي، چي د جګړې پر مهال د ولسي وګړو په کورونو او عامه ځایونو کي سنګرونه جوړوي او په لوی لاس د ولسي مرګژوبلي لامل ګرځي.
د هلمند یو شمیر قومي مشران په کندز ولایت کي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له کړونو ستاینه کوي، چي ددې ولایت په زرګونو ولسي وګړو ته یې یو ځل بیا د ښار په ټولو برخو کي د ارام او سوکاله ژوند زمینه برابره کړه.
قومي مشران زیاتوي وسله وال طالبان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندي د جګړې توان نه لري، ځکه افغان امنیتي ځواکونه په تعرضي حالت کي دي او په ډېری سیمو کي یې طالبان له سترې ماتي سره مخ کړي.
دغه قومي مشران وسله وال طالبان تورنوي، چي همیشه د ولسي وګړو په کورونو کي پټنځي جوړوي او په سیمو کي د ملکي وګړو د پراخي مرګژوبلي لامل ګرځي.
د هلمند یو شمیر مدني فعالین هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له وروستیو لاسته راوړونو ستاینه کوي او زیاتوي چي وسله وال طالبان یې له سترې ماتي سره مخ کړي او دا مهال طالبان د افغان ځواکونو پر وړاندي د جګړې توان نه لري.
مدني فعالین پر وسله والو طالبانو توندي نیوکي کوي، چي د ولسي وګړو له کورونو د سپر په توګه استفاده کوي او هڅه کوي، چي د جګړو پر مهال ولسي وګړي زیانمن کړي.
د مدني فعالینو په خبره افغان امنیتي ځواکونه د پخوا په پرتله روزل شوي او پیاوړي شوي دي، د هیواد په ډېری ولایتونو کي افغان امنیتي ځواکونو وسله وال طالبان له سترې ماتي سره مخ کړي دي.
هلمند کي د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز مشر نظر محمد رودي او مدني فعال عبدالحق ځواکمن پر ولسي وګړو ږغ کوي، چي په سیمو کي په پراخ ډول د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.
د هلمند یو شمیر ولسي وګړي هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ کولو سره زیاتوي چي کندز ولایت کي افغان ځواکونو وسله وال طالبان له سترې ماتې سره مخ کړه او دا یې ثابته کړه، چي طالبان د سیمو د نیوني هیڅ ډول توان نه لري.
د ولسي وګړو په باور وسله وال طالبان په سیمو کي غلچکي بریدونه کوي، د ولسي وګړو په کورونو او عامه ځایونو کي سنګرونه جوړوي، خو ددې هر څه باوجود افغان ځواکونه توانیدلي دي، چي له ولسي وګړو په کلکه دفاع وکړي.
د یادوني وړ ده، چي وسله وال طالبان د کندز ولایت په برید کي له سترې ماتي سره مخامخ شوه، پدې جګړه کي ګڼ شمیر طالب جنګیالي ووژل شوه او د درنو تلفاتو په لیدولو سره د کندز ولایت له ټولو ښاري سیمو پر شاه شوي دي.
ننگیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments