د هلمند دیني عالمانو د سولې په پروسې کې د خپل پراخ ګډون او همکارۍ اعلان وکړ

comments 0

8 Views

هندوکش – هلمند: هلمند کې ګڼ شمیر دیني عالمانو د یوې غونډي پرمهال د سولي په پروسه کې د دیني عالمانو د رول او په دې برخه کې د خپل ملاتړ ترڅنګ د رغنده ګډون په اړه ډاډ ورکړ.
هلمند کې د یوې پراخي غونډې په ترڅ کې دیني عالمانو د خبرو پرمهال وویل: سوله یو الهي امر دی چې په راتلو سره به يې په هیواد کې روانه ورور وژنه پای ته ورسیږي او افغانان به له سختو ګړاونو او ستونزو خلاص شي.
د هلمند د حج او اوقافو رئيس حافظ محمد داود مدقیق وویل: هلمند کې ټول دیني عالمان د سولي ملاتړ کوي او په دې برخه کې يې په عملي ډول هم ګامونه پورته کړي ترڅو دلته جګړه ختمه شي.
مدقیق زیاته کړه، د مسجدونو او نورو غونډو له لارې دیني علماو الهي ارشادات ترخلکو رسولي او د سولي پر ارزښت يې مفصل بحثونه کړي.
نوموړي وویل چې نور له روان تاوتریخوالي، دطالبانو له جګړې، بریدونو او چاودونو څخه ټول افغانان ستیړي شویدي، او د سولې لپاره شیبې شماري.
یو تن دیني عالم مولوي عبدالهادي عابد د خبرو پرمهال وویل: اسلام د سولي او ورورولۍ دین دی او الله ج ټول مسلمانان په یوالي او سولي کولو سره مکلف کړي دي.
یاد دیني عالم زیاته کړه: په افغانستان کې روانه جګړه هیڅ ډول شرعې دلیل نه لري او هر څومره ژر چي ژر کیدلای شي باید روانه جګړه پای ته ورسیږي، او د جګړې دواړي غاړي سولي ته غاړه کیږدي.
همداراز مولوي عبیدالله اخندازاده هم په غونډه کې خبري وکړې او زیاته يې کړه: که په هیواد کې سوله او امنیت نه وي خلک به هره ورځ له ګڼو ستونزو سره مخ وي او بیګناه انسانان به د همدې ناروا جګړې قرباني کیږي
ددې ترڅنګ مولوي اقا محمد د خپلي وینا په ترڅ کې وویل: پر هر مسلمان دا فرض ده چي د دوو مسلمانو ډلو ترمنځ د پیښي شوي ستونزي او جګړې په مخنیوي کې ونډه واخلي ځکه دا یو الهي امر دی چي سوله خیر ده او باید د هري ستونزي پیښیدو پرمهال یو له بل سره مشورې وشي او حل لاري ورته ولټول شي.
دده په وینا چې اوس مهال د افغانستان د سولې لپاره تر ټولو ښه فرصت برابر شویدی،ځکه ټوله نړۍ د افغانستان د سولې پلوي کوي، او ټولو افغانانو ته هم پکار ده چې د سولې لپاره خپل غږ اوچت کړي او پدې برخه کې اسلامي او افغاني مسؤلیت ادآ کړي.
هلمند کي تر دې وړاندي هم دیني عالمانو د پراخو غونډو په ترڅ کې د سولي د روانو خبرو ملاتړ اعلان کړی وو، او پدې برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی ؤ.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments