د هلمند اوسیدونکي په کابل کې د وسله والو طالبانو وروستی ترهګریز برید په کلکه غندي

comments 0

1 Views

هندوکش – هلمند: د هلمند ولایت اوسیدونکي او قومي مشرانو په پلازمینه کابل کې د طالبانو له لوري ورورستۍ ترهګریزی برید په سختو ټکو غندي او زیاتوي چې طالبانو پر عامو افغانانو زړه سوی نلري.
د هلمند ولایت اوسیدونکي د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د طالبانو له لوري موټربم چادونه په سختو ټکو غندي چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۱۴ تنه ووژل شول او ۱۴۵ تنه نور ژوبل شول، چې په وژل شوو او ژوبل شوو کې یې لویه برخه ملکي وګړي،ښځې او ماشومان شامل دي.
ددوی په وینا چې طالبانو پدې برید سره یو ځل بیا وښودل چې دوی پر ولسي وګړو هیڅ رحم نلري، تل یې په بې دریغه ډول وژني او ویره خپروي.
ددغو اوسیدونکو په خبره چې د سولې مذاکراتو په اوسني پړاو کې د طالبانو له لورې دا ډول بریدونه کول نه یوازي دا چې سولې ته د طالبانو پر نه ژمنتوب دلالت کوې ، بلکې دا هم ترې څرګندیږي دوی د ګاونډیو په غوښتنه د افغانستان د سولې بهیر د ګډوډولو هڅه کوي.
د هلمند اوسیدونکي له طالبانو غواړي چې خپله ناروا جګړه، د افغانانو وژنه، او تاوتریخوالی ودروي او د سولې له پروسې سره چې اسلام ورباندي ټینګار کړیدی یو ځای شي.
دوی زیاتوي چې د طالبانو د جګړو او تاوتریخوالي له امله یې ژوند له سختو ستونزو او ننګونو سره مخ شویدی، خو لاهم وسله وال طالبان د دوی غوښتنو او هیلو ته درناوی نلري او خپل دې خونړۍ لارې ته یې دوام ورکړیدی.
ددوی په وینا چې نه یوازي ولسي وګړو ته د طالبانو په بریدونو کې مرګ ژوبله اوړي بلکې د دوی په بریدونو کې عامه تاسیسات هم له منځه ځي،او له امکاناتو یې محروموي.
د هلمند اوسیدونکي پداسي حال کې د طالبانو له لوري په کابل کې د ولسي وګړو په ګڼ میشت سیمه د موټر بم برید غندنه کوي،چې په وروستیو کې د سولې لپاره د افغانانو هیلې زیاتي شویدي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments