د هلمند اوسیدونکي د اختر په ورځو کې د افغان پوځ له ټینګو امنیتي تدابیرو څخه ستاینه کوي

comments 0

36 Views

هندوکش – هلمند: د هلمند اوسیدونکي وايي د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړو امنیتي تدابیرو له امله وتوانیدل چې د لوی اختر شپې ورځې په خوښۍ سره ولمانځي.
د هلمند اوسیدونکي د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له ټولو هغو هڅو او امنیتي تدابیرو څخه ستاینه او مننه کوې چې په مټ یې د اختر په شپو ورځو کې له هر ډول امنیتي پیښو څخه مخنیوی وکړ، او ولسونو ته یې د ډاډمن اختر لمانځلو زمینه برابره کړه.
د دوی په وینا چې افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه تل هڅه کوي چې ولسي وګړو ته د خوښۍ ورځو لمانځلو ښه او ډاډمنه زمینه برابره کړي.
دغه اوسیدونکي همدارنګه زیاتوي چې د افغان پوځ له برکته دوی کولای شي چې د ژوند چاري په ښه ډول مخته یوسي.
د هلمند اوسیدونکي همدارنګه وايي چې له افغان ملي امنیتي ځواکونو سره د ولسي وګړو همکاري زیاته شوې ده او تل یې د مشکونو کسانو او تروریستي فعالیتونو په تړاو پر وخت له افغان پوځ سره معلومات شریک کړیدي.
دوی همدارنګه له افغان پوځ څخه منندوی دي چې تل یې د ولسونو د ښې راتلونکې په اړه هڅې کړیدي او هره ورځ پدې لار کې قربانۍ ورکوي.
د هلمند اوسیدونکي پداسي حال کې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له اقداماتو او تدابیرو څخه د لوی اختر په شپو ورځو کې ستاینه او مننه کوي چې په وروستیو کې افغان پوځ د بیلابیلو عملیاتو په ترڅ کې ډیری سیمې د طالبانو له شتون څخه پاکي کړیدي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments