د هلمند اوسیدونکو په ولسمشریزو ټاکنو کې له پراخ ګډون څخه ډاډ ورکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د یوې پراخي ولسي غونډې پر مهال ددې ولایت قومي مشرانو او اوسیدونکو په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له پراخ ګډون څخه ډاډ ورکړ او د ټولو افغانانو ترمنځ یې پر یووالي ټينګار وکړ. د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې قومي مخورو او ولسي وګړو د یوې لويي ولسي غونډې پر مهال په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له خپل پراخ ګډون څخه خبر ورکړ، او له افغان پوځ څخه یې وغوښتل ترڅو د ټاکنو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر ونیسي. د قومي مشرانو په خبره چې په افغانستان کې تیرو ۴۰ کلونو ناخوالو او جګړو میلیونونه افغانانو ته زیانونه اړولي دي، نو اړتیا ده چې ټول افغانان تر خپل منځ یوالی او اتفاق سره پياوړی کړی، او روانو ستونزو ته د پای ټکی کیږدي. د دوی په وینا چې ګاونډیو هیوادونو هم تل هڅه کړې چې افغانستان کې جګړې دوام پيدا کړي او نړیوالو ته یو ضعیف افغانستان ور وښيي. د قومي مشرانو په خبره چې له دې وروسته ټول افغانان پوهیدلي چې د ولسواکۍ له لارې د باثباته او پرمختللي افغانستان لار پرانیزي. دوی همدارنګه د خلکو د امنیت او ښې راتلونکې لپاره د افغان پوځ قربانۍ وستایلې او له هغوی څخه یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ. هلمند کې تردې وړاندي هم ولسي وګړو په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د خپل پراخ ګډون څخه ډاډ ورکړی ؤ. ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments