د هلمند امنیتي وضعیت ارزونې ته د لوړپوړو چاواکو سفر

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: هندوکش د هلمند امنیتي وضعیت ارزوني په موخه کورنیو او بهرنیو لوړپوړو چارواکو دغه ولایت ته سفر کړی.
هلمند ته د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان سکاټ میلر په ګډون د دفاع وزارت مرستيال ياسين ضياء، د ملي امنيت شورا مرستيال محمد حميد طهماسي، د کورنيو چارو مرستیال خوشال سادات او د ملي امنيت مرستيال سفر کړی.
کورنیو چارو وزارت ویلي، په نېږدې راتلوونکې کې به هلمند کې د تحکيماتو، تجهيزاتو، وسلو او مهماتو لازم اړتياوې پوره کړي.
ملي دفاع وزارت، په لومړيو کرښو او جنګي بهيرونو کې د سرتېرو حقوقو او امتيازاتو پر رسيدنې ټينګار کړی او زیاته کړې یې ده چې دفاع وزارت به د هلمند د امنيتي سيمو پراختيا لپاره ټولې هڅې او امکانات په کار واچوي.
ملي امنيت، د ملي امنيت شورا او د غوڅ ملاتړ ماموريت بیا د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر بشپړ ملاتړ ټينګار کړی.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments