د هلمندولایت ناوې ولسوالۍ لپاره دطالبانونومول شوي ولسوال وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ هلمند: د هلمندولایت په ناوې ولسوالۍ تریخ ناور سیمه کې دافغان او بهرنیو ځواکونو په توغندیزو بریدونو کې دهلمند ولایت ناوې ولسوالۍ لپاره دطالبانو تش په نوم ټاکل شوي ولسوال له خپلو ۱۰ نورو وسلوالو سره وژل شوي دي.
دهلمندوالي ویاند عمر ځواک وايي، چې په طالبانو یاد توغندیز بریدونه دشورابک له پوځې اډې څخه ترسره شوي نوموړي زیاتوي ، دوژل شوو طالبانو سربیره دطالبانو دوسلو اومهماتو یوه ډيپوه هم له منځه تللې ده.
نوموړي وايي،چې په یادو بریدونو کې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments