د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – هرات: هرات کې چارواکي وایي چې شینډنډ کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو له امله د دولت مخالفې ډلې سلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
جیلاني فرهاد د هرات د والي ویاند رسنیو ته وویل، یاد عملیات د عزم خالد ۲ تر نوم لاندې د هرات په سرایک، میر حید، ده علي لیک، ده نو، ده پهلوان او عزیز آباد سیمو کې ترسره شوي دي.
د جیلاني په وینا، یادو عملیاتو کې د عامه نظم، ملي امنیت ریاست، ملي اردو او د پولیسو ځانګړو ځواکونو ونډه اخیستې وه چې ۱۲ شکمن کسان هم پکې نیول شوي دي.
د نوموړي په وینا، یادو عملياتو کې ګډو امنيتي ځواکونو د دښمن څلور سراچه موټر، دوه هاموي ټانکونه، دوې رينجرې او يو فولډر هم په نښه کړي او له منځه يې وړي دي.
د امنیتي چارواکو په وینا دغو عملیاتو کې دولت پلوي چارواکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د عامه خلکو ژوند هم خوندي ساتل شوې دې.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *