د هرات لرغونی تاریخي جومات د نړۍ په فرهنګي میراثونو(یونسکو) نوملړ کې ثبت کیږي

comments 0

103 Views

هندوکش ـ هرات: د هرات ښار په کې زړه هغه زړه راښکونکی او لرغونی جومات، چې هر لیدونکی ځان ته راکاږي. هره ورځ بې شماره لیدونکي د دې جومات په خارق العاده جوړښت او ښکلا کې ځان ورکوي په تېره بیا هغه کسان، چې په لومړي ځل دا تاریخي شتمني ګوري.
د تاریخي روایتونو له مخې دا جومات د نړۍ له پنځو لویو جوماتونو څخه دی. د هرات جامع جومات لرغونتیا ۱۴۰۰ کاله پخوانیو کلونو ته رسېږي، چې د هرات لوی سجده ځای دی.
که څه هم له تېرو څو کلونو راپدېخوا د یاد جومات د مرمرو، کاشیو او ځینو زیانمن شویو برخو رغونه روانه ده؛ خو په وروستیو کې چټکه شوې. د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د دې جومات د ځینو برخو بیا رغونه د نړیوالو فرهنګي میراثونو (یونسکو) په نوملړ کې د شاملولو لپاره چټکه شوې.
د یاد ریاست د تاریخي ابداتو د ساتنې برخې امر زلمی صفا وایي، په یونسکو سازمان کې د دې تاریخي میراث د ثبتولو هڅې چټکې شوې دي، ځکه د دې مسجد اړوندو دېوالونو د بیارغونې چارې چټکې شوې دي.
په یونسکو سازمان کې د دې تاریخي اثارو د ثبت هڅې نوې نه دي؛ خو تر دې مخکې اړوندې هڅې بریالۍ شوې نه وې. د فرهنګي میراثونو په ساتنه کې ناکامي او د دې اثارو غیرمعیاري رغونه هغه لاملونه وو، چې د پخوانیو مسوولینو هڅې یې بې پایلې کړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر محمدطاهر زهیر هرات ته په سفر کې ویلي وو، چې په یونسکو سازمان کې د هرات جامع مسجد ثبتول به یې لومړۍ هڅې وي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا ګام د هرات د فرهنګیانو او د ښارجوړونې فعالانو له تود هرکلي سره مخ شوی.
بلخوا د فرهنګي چارو کارپوه بصیر ارین وایي، دا کړنه د هېواد د اقتصاد او فرهنګ لپاره حیاتي ګام بولي. نوموړی د تاریخي ابداتو ساتنه د دولت دنده بولي. د هغه په وینا له دې سره به ګڼ ګرځندوی هرات ته راشي او د هېواد اقتصاد ته به ډېره ګټه ورسېږي.
د هرات اوسېدونکي هیله من دي، چې د یونسکو په سازمان کې د هرات جامع جومات ثبتول به د دې جومات ښکلا بېرته پخوانۍ کړي.
امیرحسين سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments