د هرات سمنتو فابریکې بیارغونې ته ولسمشر جدي پاملرنه لري

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: تیره ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني تر مشرې لاندې ستره اقتصادي غونډه په ارګ کې ترسره شوه.
دغې غونډه کې د هرات سمنتو فابریکې په اړه جدي بحث وشو.
دغې غونډه کې د ولسمشر سوداګریزو سلاکارانو د هرات سمنتو فابریکو په اړه خبرې وکړې او وویل : ددغې فابریکې بیارغونې په اړه د چک هیواد له یوې کمپنې سره خبرې شوي چې نوموړې کمپنې ۶۶ کاله کاري تجربه لړي.
ښاغلي علاف د ولسمشر سلاکار وویل چې : یاده فابریکه کولای شي له اتو تر زر تنو پورې کاري اسانتیا برابره کړي او د ورځي ۱۶۰۰ تونه سمنت تولید لړي او کال کې ۳۲.۶۳ ملیونه دالره عاید لری چې ۵۱ فیصده د افغانستان او باقي د چګ برخه کرځي.
ولسمشر محمد اشرف غني د چک له کمپنې نه مننې وویل چې خصوصي شرکتونه زمونږ عایدات لوړوي خو د کانونو وزارت باید تول کانونه مدیریت کړي.
ولسمشر پر شفافیت ټینګار وکړ او وویل چې مونږ باید په تولو برخو کې قانوني چلند وکړو.
د هرات ولایت د سمنتو فابریکې په اړه په داسې وخت کې بحثونه پورته شوې چې ځوانانو د کار نه شتون له امله بهرنیو هیوادونه ته مخه کړې ده.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *