د هدفي وژنو ترشا پټ راز / بریالۍ ویاړ

comments 0

0 Views

ځینې افغانان له کلونو جګړې وروسته هم په دې پوه نه شوه نه شول چې ځینې کسان ولې هدفي وژل کیږي او هیڅوک یې د قتل مسوولیت پر غاړه نه اخلي،تاسو به یا استخباراتي کتابونه لوستي وي او یا نه، خو استخباراتي فلمونه به مو حتما لیدلي وي چې دا ډول هدفي وژنو څخه هدف څه وي؟
افغانستان کې اوس د یوې نیابتي نااعلان شوې جګړې کوربه دی او د کورنیو وسله والو تر څنګ پکې بهرنۍ ترهګرې ډلې فعالیت کوي، هر یوه ډله یې ځانګړې موخه لري او د دې شومو موخو لپاره د نورو هېوادونو پروژې تطبیق کوي.
خو له بده مرغه چې د دې جګړې لپاره نوم بیا طالبانو جهاد ټاکلی او په دې نوم باندې ځوانان د جګړو لیکو کې جذبوي او کله ـ کله خو تر روزنې وروسته ځینې وسله وال په مافیايي او بهرنیو استخباراتي ډلو باندې پلوري.
طالبان او نورې ډلې د جګړې په اوږدو کې کله کله داسې کسان په نښه کوي چې خلک یې په مرګ باندې سخت غبرګون ښيي او په دې سره څو هدفونه لاس ته راوړي.
لومړی دا چې خلک د حکومت پرضد وپآروي او هڅه یې دا وي چې د حکومت لاس ته راوړنې ترسوال لاندې راولي او وښيي چې حکومتي ځواکونه نه توانیږي چې د خلکو امنیت ټینګ کړي، په داسې حال کې چې دښمن تل پر بې وسلې کسانو برید کړی او ځینو بریدونو کې هدف ته رسیدلي دي.
دویم دا چې طالبانو په مخامخ جګړه کې ماتې خوړلې او هغه کسان په نښه کوي چې د دوی د جګړې پرضد تبلیغ کوي او خلکو ته په ایات او حدیث باندې ثابتوي چې طالب پلورل شوې ډله ده چې یواځې بهرنۍ ګټې په جګړې سره خوندي کوي او جګړه یې ناروا ده، نو طالبان هڅه کوي داسې کسان په نښه کړي چې د دوی پرضد غږ چوپ شي.
دریم دا چې بهرني استخبارات په دې هڅه کې دي چې اصلاحاتو پروړاندې حکومت ته ننګونې پيدا کړي، په دې سره ځینې ډلې هڅه کوي چې خپل فرمایشات لاس ته راوړي او هدف ته ورسیږي.
څلورم دا چې ځینې ډلې یواځې د ګډوډیو د رامنځ ته کولو او ویرې خپرولو لپاره هدفي وژني کوي چې د خلکو رواني امنیت ګډوډ کړي، له دې هدف دا دی چې افغانستان او لوی ښارونه یې ناامنه وښيي او پر حکومت د خلکو مخ راتاو کړي.
پنځم دا چې مافیايي ډلې چې اوس تر بل هر وخت تر څار لاندې دي، په دې کارونو سره غواړي حکومت ته ستونزې جوړې کړي چې مافیا باندې فشار را نه وړي.
نور لاملونه هم شته چې په اساس یې دیني عالمان او نور مخور چې خلک پرې غبرګون ښيي، په نښه کیږي او په شهادت رسیږي، خو افغانانو ته پکار ده چې د خپل نظام او ځواکونو کلک ملاتړ وکړي چې پورته یادې شوې ډلې هدف ته و نه رسیږي.
لکه څنګه مې چې مخکې یادوونه وکړه، له دې بریدونو یو هدف دا دی چې خلک د حکومت پرضد وپاروي، په دې کار دښمن تر یو حده بریالی دی، خو له نیکه مرغه زیات افغانان د دې ډول بریدونو تر شا اهدافو باندې پوهیږي.
نو ډیر احتیاط پکار دی، هر قدم او هر غبرګون باید په احتیاط وښودل شي، داسې نه چې تر زنې لاندې دښمن مو له موقع ګټه پورته کړي او کلونه زحمتونه مو په سیند لاهو کړي.

Share this page to Telegram

Comments