د نیویارک پخوانۍ ښاروال او میلیارډر د امریکا ټاکنو ټاکنو ته دریږي

comments 0

3 Views

هندوکش ــ امریکا: د نیویارک پخوانۍ ښاروال، امریکايي میلیارډر مایکل بلومبېرګ ویلي چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته درېږي.
ښاغلي بلومبېرګ د راروان کال په ټاکنو کې د ډموکرات ګوند په کمپاین کې رسماً خپل نوم ثبت کړ.
هغه په یوه بیان کې وویل: “زه په ټاکنو کې درېږم چې ډونالډ ټرمپ ته ماتې ورکړم او امریکا له سره جوړه کړم.”
بلومبیرګ زیاته کړه چې د نورو څلورو کلونو لپاره د ټرمپ د بې پروایۍ او غیراخلاقي سلوک زغم نور نه لري.
د بلومبیرګ دا څرګندونې په مارچ میاشت کې د ده له مخکنیو څرګندونو سره چې ویلي یې و، د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې ځان نه کاندیدوي، په تضاد کې دي.
د بلومبیرګ کاندیدېدل ښايي په ډموکرات ګوند کې د نوماندانو ترمنځ چې ټول پېژندل شوي کسان دي سیالي ستونزمنه کړي.
دا مهال پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن، سناتورې الیزابت وارن او سناتور بارني ساندرز خپلځانونه د ډموکرات ګوند له خوا کاندیدان کړي دي.
لمر اشنا

Share this page to Telegram

Comments