د نکریزو دود

comments 0

1 Views

نکریزې د افغانستان په ګډون د اسيا په نورو هيوادونو كي د خوښيو شپو ورځو او رواجونو پر وخت په لاسونو او پښو ايښودل كېږي.
د کابل اوسیدونکې حسینه احمدي وایي، نجونې له نکریزو سره زیاته مینه لري او ډېری وخت د خوښۍ د مراسمو پر مهال نکریزې استعمالوي.
هغه وایي نکریزې مو د هیواد یو ملې دود دی او کله چې خوښي راځي نو د نکریزو استعمال یې یو له مهمو برخو څخه ګڼل کیږي.
نکریزې نه یوازې دا چې نجونې استعمالوي بلکې هلکان یې هم کله کله د خوښۍ په مراسمو کې کاروي.
د کابل یو بل اوسیدونکی ساحل درانی وایي«نکریزې موږ ته خوښۍ راکوي او مرور یاران پخلا کوي.»
ساحل وویل، کله چې د ملګرو یا د کورنۍ د کوم غړي د واده مراسم ترسره کیږي، دوستان راټولیږي او د زوم کورته نکریزې وړي هلته نڅاوې کوي، سندرې وایي، د یو بل په لاسونو نکریزې پوري کوي او خوښۍ لمانځي.
په ورته وخت کې د کابل یو تن نکریزې پلورونکي ته ورغلو.
هغه وویل، د نکریزو بازار هیڅکله هم له منځه نه ځي او هر کله نکریزې پلورل کیږي.
نوموړي زیاته کړه! هره ورځ په لسګونو خلک د محفلونو، ودونو او د نورو خوښیو د لمانځلو لپاره نکریزې اخلي.
نکریزې له روغتیایي اړخه څومره ګټورې دي؟
د همدې پوښتنې لپاره له یوه ډاکټر سره وغږیدو، هغه د دې پوښتنې په ځواب کې وویل نکریزې نه یوازې دا چې باید د خوښۍ لپاره وکارول شي بلکې روغتیایي ګټي هم زیاتې لري.
د هغه په وینا، که په نکریزو باندې سمه څېړنه وشي نو د ورځني ژوند د ډېرو ناروغیو دوا ده.
هغه وایي، د پوستکې د زیاتو ناروغیو لپاره هم ډېرې ګټوري دي او بل دا چې په زیاتو درملو کې هم له نکریزو استفاده کیږي.
د طبي كارپوهانو څېړنه ښيي چي د نكريزو يو ښه والى دا دى چي خوب راوړي. د هغوی په وینا كه د نکریزې تازه ګل يا پاڼه په بالښت كي كېښودل شي نو انسان کولای شي په اسانۍ ویده شي.
په همدې حال کې د جان محمد په نوم یو کوچی مو وپوښت، هغه وویل؛ نکریزې د پسه د ټوخي لپاره ښې دي. د هغه په وینا کله چې پسه د ژمي په موسم کې ټوخیږي نو لږ اندازه نکریزې لمدوي او پسه ته یې ورکوي نو د پسه تکلیف په بشپړ ډول له منځه ځي.
بل دا چې کله یې پسونه د اوړي ګرمۍ ووهي نو هغه وخت هم له وطنۍ نکریزو استفاده کوي.
نو له دې معلومېږي چې نکريزې د ډول یا سینګار ترڅنګ روغتيايي ګټې هم لري.

Share this page to Telegram

Comments