د نړیوالو علماوو ټولنې د افغانستان جګړه ناروا یاده کړه / عبدالمنان توحیدیار

comments 0

1 Views

د نړیوالو علماوو ټولنې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا د شرعیت خلاف یاده کړه او د جګړې عاملین یې جنګي مجرمین او جنایت کاران بللي دي.
د نړیوالو علماوو د ټولنې رییس شیخ احمد الریسوني له طلوع ټلویزیون سره په مرکه کې په ډاګه ویلي چې د افغانستان له جګړې بهرنیان وتلي او په خپلمنځ کې د جګړې دوام هیڅ شرعي جواز نه لري.
شیخ احمد په خپلو خبرو کې ویلي چې د نړیوالو علماوو ټولنه د افغانستان وضعیت څاري او په جګړو یې سخت ځوریږي چې خپلمنځ کې یې کوي.
هغه ویلي، هغه څه چې افغانان خفه کوي، د نړیوالو علماوو ټولنه هم خفه کوي.
شیخ احمد وویل ((طالبانو ته مې وویل چې اوس افغانستان کې جګړه هیڅ شرعي اړخ نه لري او خلاف د شرعیت جګړه ده.)
شیخ احمد ټینګار کړی چې ټول اړخونه باید تفاهم ته ورسیږي، دا تفاهم شرعي او اجباري دی، ځکه اوس مهال افغانستان کې د یو کس وژل هم جواز نه لري، اوس بهرنیان له دې جګړې وتلي دي.
هغه په ټینګار سره بیا بیا په خپلو خبرو کې ویلي چې اوسنی جګړه هیڅ شرعي جواز نه لري
شیخ احمد ویلي (د یو کس وژل له کوم دلیل پرته له کفر لوړه ګنا ده، د مسلمان قتل ډيره لویه ګنا ده او د قاتل ځای جهنم دی.)
د نړیوالو علماوو ټولنې افغانستان کې جګړه یو جرم بللی او د یو انسان قتل په اوسني وضعیت کې افغانستان کې جنګي جرم ، قتل او وینه تویدنه یاده کړې ده.
قران کریم وایي، که دوه مسلمانې ډلې په جګړه وې، سوله وکړئ، که یوه ډله باغي شوه پروړاندې یې جګړه وکړئ.
تبصره
تر دې لوړ ځای به په نړۍ کې نه وي چې طالبان بیا هم جګړې ته دوام ورکړي، د نړیوالو علماوو ټولنې کې د نړۍ د هر کونج جیید علماء شته چې د نړۍ په وضعیت پوهیږي او د مسلمانانو خپلمنځي جګړې ښه تحلیل کولی شي.
دوی په شکاره د افغانستان جګړه ناروا یاده کړې ، خو طالبان به بیا هم د دې جګړې لپاره دلایل لټوي.
د نړیوالو علماوو ټولنې څرګندونې د افغانانو د دردونو ترجماني کوي، خو که طالبان لږ هم ځان په شرعیت برابر کړي، په جنت، دوزخ، حساب کتاب او اسلام باندې باور ولري، نو نور به د بې ګنا افغانانو وینه نه توی کوي.
د نړیوالو علماوو ټولنې په قران او احادیثو ثابته کړې چې اوسنۍ جګړه جنګي جنایت دی او که طالبان دې جګړې ته دوام ورکوي، باغیان دي او باغیان باید وځپل شي.

Share this page to Telegram

Comments