د نويد افکاري اعدام ته نړیوال غبرګونونه: مایک پمپیو له نړیوالو مشرانو غوښتي چې له جواد ظریف سره لیدنه ونه کړي

comments 0

24 Views

هندوکش ـ کابل: د نوید افکاري د اعدام ځړولو موضوع په یو ناڅاپي ډول د ایران محکمې لخوا د دوشنبې په ورځ راپورته شوه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په ایران کې د نوي افکاري د اعدام په غبرګون کې پر خپل ټوېټر د نړیوالو غبرګونونو ښودلو غوښتنه کړې او له نړیوالو مشرانو یې غوښتي چې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره لیده کته ونه کړي.
ښاغلي پومپیو لیکلي: “د [د ایران د بهرنیو چارو وزیر] ‌ج. ظریف دولت یو ځوان تر وحشیانه ربړونې وروسته اعدام کړ چې ایراني معترضان وترهوي.”
ښاغلی پومپیو زیاتوي “د نويد افکاري اعدام یو رذیلانه عمل دی. په ټوله نړۍ کې دیموکراسي اخلاقي دنده لري چې د دغه رژیم د وحشیانه کړنو پرضد ټینګ ودرېږي او مخه یې ونیسي”.
نوموړي د جواد ظریف د سفر لغوه کېدو په اړه د اروپايي هېوادونو پرېکړې ته په اشاره ویلي، “د ایران د رژیم وحشیګري باید ناوړه پایلې ولري.
د نړۍ مشرانو د ظریف د سفر لغوه کولو په پار لومړنی ګام واخیست. تر هغه چې ایران د نويد وروڼه له زندانه خوشي کړي نه وي او ټول هغه بهرنیان خوشي نه کړي چې په ناسم ډول یې نیولي او خپلو هېوادونو ته یې ستانه نه کړي، د ظریف د سفر مهالوېش ونه ټاکل شي”.
مایک پومپیو په ایران د سیامک نمازي نیول کېدو ته په اشاره ویلي “هغه خپله ۴۰مه زوکړه په بدنام اوین زندان کې تېره کړه”.
ښاغلی پومپیو زیاتوي: “پرون د ایران د رژیم له خوا د هغه د زنداني کېدو یو زر او اته سوه ورځې تېرې شوې دي، چې د جعل په تور نیول شوی، د سیامک پلار باقر او مراد طاهباز هم بې ګناه قربانیان دي. د ایران رژیم باید دوی خوشي کړي.”
په ورته وخت کې د ایران څارنوالۍ وکیل بابک پاکنیا د نوید افکاري د اعدام په اړه د هغه په دوسیه کې ابهام د پاموړ بللی دی.
نوموړی وايي، دا چې یوه عیني شاهدان خپله ګواهي بېرته اخیستې ده، د قاضي نظر د قصاص د حکم په صادرولو کې اعتبار نه شي لرلی.
ایرانی غېږ نیوونکی نوید افکاري د سپتمبر پر ۱۲مه په دار وځړول شو او شپې خاورو ته وسپارل شو.
افکاري په کال ۱۳۹۷ کې د لاریونونو پر مهال نیول شوی و.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments