د نوماندانو نوم لیکنه بنده شوه

comments 0

4 Views

هندوکش – کابل: د ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ چې د سه شنبې ورځې تر څلورو بجو پورې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو د نوم لیکنې نیټه پوره شوه او له دې وروسته هیڅوک نه شي کولای ځان نوماند کړي.
له دې سره په مرکز او ولایتونو کې هم د ټاکنو کمېسیون لومړی او دویم پړاو بشپړ شول او د رای اچوونکو نوم لیکنه هم بنده شوه.
اوس یواځې په کلیو کې د سرطان میاشتې تر پنځلسم پورې خلک کولای شي د رای اچونې لپاره نوم لیکنه وکړي.
د ټاکنو کمېسیون د مالوماتو په اساس، تراوسه شپږ میلیونه کسانو د رای اچونې لپاره نوم لیکنه کړې او په کلیو کې د نوم لیکنې سره به دا شمېره درې میلیونه ته ورسیږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments