د نولس کلنو په نړیوال جام هند اسټرالیا ته ماته ورکړه

comments 0

1 Views

هندوکش ــ هند: د هند د ۱۹ کلنو د کرکټ ملي لوبډلې لمړۍ لوبډله شوه چې د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام نیمه پایلوبې/ سیمي فاینل ته وځي.
د هند لوبډلې د دوشنبې په ورځ (جنوري۲۷) د آسترالیا لوبډلې ته د ۲۳۳ منډو هدف ورکړ چې د آسترالیا ټوله لوبډله په ۱۵۹ منډو وسوځېده.
د پرونۍ لوبې غوره لوبغاړی د هند تیز بالر کارتیک شو چې د آسترالیا څلور لوبغاړي یې وسوځول.
دا د ۱۹ کلنو د کرکټ د نړیوال جام لمړی کوارټر فاینل و. افغانستان به د جمعې په ورځ (جنوري۳۱) له پاکستان سره په څلورم کوارټر فاینل کې بخت ازمايي. که یې وګټله، په سیمي فاینل کې به له هند سره مخامخیږي.

دویم کوارټر فاینل سبا د نیوزلنډ او ویسټ انډیز ترمنځ او درېیم کوارټر فاینل د جنوبي افریقا او بنګله دېش ترمنځ دي.
وحید امان

Share this page to Telegram

Comments