د نورستان اوسېدونکي له وسله والو غواړي، چې نور دې له جګړو لاس واخلي

comments 0

98 Views

هندوکش – نورستان: د نورستان ولایت اوسېدونکي وايي، له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې هېواد کې په یوه او بل نوم جګړه روانه ده، چې له امله یې میلونونه افغانانو ته د مرګ،ژوبلې اوښتو تر څنګ ګڼ شمېر معیوب او بې کوره شوي هم دي.
دوی وايي، که وسله وال طالبان په رښتیا هم ځان د دې وطن بولي، نو نور دې له افغان حکومت سره سوله وکړي او د بې ګناه افغانانو وژلو ته دې د پای ټکی کېږدي.
د دغه ولایت یو اوسېدونکی نصیر احمد وايي، ګاونډي ملکونه افغانستان کې سوله نه غواړي ، نو وسله والو طالبانو ته پکار ده، چې له افغان حکومت سره مخامخ د سولې خبرو اترو ته کیني.
دی وايي، طالبان له تېرو پنځه ویشتو کالو راهیسې دې هېواد کې جګړه روانه کړې او لا یې هم زړه په دې هېواد او خلکو نه دردېږي.
د نورستان یو بل اوسېدونکی رضاخان بیا وايي، د طالبانو مشران په بهر ملکونو کې له خپلو کورنیو سره په خوشالۍ ژوند تېروي؛ خو ناپوه او خام فکره طالبان یې دلته د خپلو ورونو افغانانو په وژنو پسې رالېږلي دي.
هغه وايي، افغانان نور له جنګ، جګړو ستړي شوي او نه هم د طالبانو او نورو وسله والو ډلو د ظلمونو د زغملو توان لري، نو طالبانو ته پکار ده، چې د سولې خبرو ته کیني او افغان وژنې ته د پای ټکی کېږدي.
د نورستان اوسېدونکي وايي، څلورو لسیزو جګړو افغانان ډېر زیات ستړي کړي او اوس تر بل هر وخت سولې ، ثبات او ارامۍ ته اړتیا لري، چې پاتې ژوند په خوښیو او ارامه فضا کې تېر کړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments