د نورستان اوسېدونکي د ننګرهار پرونۍ پېښه په کلکو ټکو غندي

comments 0

0 Views

هندوکش ــ نورستان: د نورستان ولایت اوسېدونکي د ننګرهار پرونۍ پېښه، چې پکې ګڼ شمېر بې ګناه افغانان ووژل شول او ټپيان شول، په کلکو ټکو غندي او دا یو غیر انساني عمل بولي.
دوی پر وسله والو ډلو او جنګ کې دخیلو اړخونو غږ کوي، چې نور دې افغانستان کې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او له افغان وژنې دې لاس واخلي.
د نورستان اوسېدونکی نبي وايي، طالبان په مختلفو طریقو افغانان وژني، چې دا یو غیر اسلامي او غیر انساني عمل دی.
د دغه ولایت یو بل اوسېدونکی حمزه وايي، وسله وال د وطن او دین دښمنان دي او هر ځل چاودنې یې دوی په کلکو ټکو غندي.
د نورستان د وانت وایګل ولسوالۍ اوسېدونکی ننګیالی وايي، د ننګرهار پرونۍ پېښه یو تروریستي عمل دی، چې په ترڅ کې یې زیات شمېر بې ګناه افغانان ووژل شول.
د دغه ولایت یو اوسېدونکی زاهد الله له وسله والو غواړي، چې نور دې افغان وژنې او مسلمان وژنې ته د پای ټکی کېږدي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments