د ننګرهار په کوټ کې طالبانو دوه تنه ووژل.

comments 0

2 Views

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن دوشنبه وویل چې پېښه د کوټ ولسوالۍ د میترانو سیمې په یوه ښوونځي کې چې تازه یې د جوړېدو چارې روانې وې، شوې ده.
د ښاغلي خوګیاڼي په خبره چې په دغه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان دې چې په خبره یې، ټول د ښوونځي پر رغنیزو چارو بوخت کارکوونکي وو.
خوګیاڼی وایي چې پېښه د یوه ځای پرځای شوي ماین د چاونې له امله رامنځته شوې ده.
وسله والو طالبانو لدې وړاندې هم په ښوونځي مرکزونو ورته بریدونه کړي، په هېواد کې اوس هم ډېری ښوونځي د طالبانو د ګواښونو له امله تړل شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments