د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې ولسونو دکوکنارو نه کرلو ژمنه کړې

comments 0

10 Views

هندوکش ــ ننکرهار: د ننګرهارولایت په کوټ ولسوالۍ کې قومي مشرانو، ځوانانو،دیني عالمانو دیوې غونډې په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې نور به په خپلو ځمکو کې کوکنار نه کري او له افغان ځواکونوسره به دامنیت په ټینګښت کې لازمه همکاري کوي.
یاده غونډه،چې دکوټ ولسوالۍ په تالار کې جوړه شوې وه،دقومي مشرانو، ځوانانو او دیني عالمانو سربیره دکوټ ولسوالۍ ولسوال هم ګډون کړي وو، نوموړي له ولسونو سره ژمنه وکړه،چې په کوټ ولسوالۍ کې به په ټولو پروژو څارنه کوي او په اړه به یې ټول معلومات له ولسونو سره شریکوي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments