د ننګرهار په هسکه مینه کې پر جامع جومات باندې د ترهګریز برید په اړه د متحدو علماو اعلامیه!

comments 0

0 Views

﴿وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مَسَاجِدَ اللَّهِ أَن يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَىٰ فِي خَرَابِهَا ۚ أُولَٰئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَن يَدْخُلُوهَا إِلَّا خَائِفِينَ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ﴾
متدینو او درنو هیوادوالو:
له هر څه د مخه د ننګرهار ولایت د هسکې مینې د جودري په سیمه کې پر جامع جومات کې د دردونکې پیښي شهیدانو ته جنت الفرودس، ټپیانو ته یې عاجله شفاء، درنو کورنیو ته یې د صبر جمیل او عاملینو ته یې د الله تعالی له دربار څخه د لوي عذاب او جهنم غوښتنه کوو.
د اسلام او انسانیت دښمنانو(طالب او داعش) د تېرو جنایاتونو په دوام بیا هم افغان مظلوم ولس ته درد او غم ډالئ کړ او یو ځل بیا یې زمونږ په اسلام میین خلک په داسې حال کې تر خپلو ترهګریزو او وحشیانه بریدونو لاندې راوستل چې د جمعې د لمانځه په ادا کولو بوخت ول، دغه دردونکي پیښه د جمعې په ورځ د ننګرهار ولایت د هسکې مینې د جودري په سیمه کې په یو جامع جومات کې رامنځته شوه دا په داسې حال کې وه چې زمونږ متدین هیوادوالو د الله تعالی په عبادت اخته ول چې په ترڅ کې د ماشومانو، ځوانانو او سپین ږیرو په ګډون په لسګونو تنه هیوادوال شهیدان او ټپیان شول، دغو ترهګرو ډلو تل زمونږ د ولس او خلکو پر وړانډې جنایت تر سره کړی او انسانی فاجع رامنځته کړی ده.
دا یو څرګند حقیقت دی چې طالبان په خپله هم تروریستی او خونړي بریدونه تر سره کويۍ او هم یې د داعش او نورو ترهګرو ډلو ته د ترور، وحشت، جنایتونو او خونړیو بریدونو زمینه برابره وي چې د خدای(ج)، قانون او خلکو پر وړانډې به مسوول وي ځکه دوي د سولې لپاره چې یو الهی امر او زمونږ د ولس اساسی غوښټنه ده، او له بلې خوا په هیواد دننه او بهر دینی علماو د پراخو غوندو او کفنرانسونو او حتی د حرمین او شریفینو خطیب هم د جمعې د خطبې پر مهال پر دوي غږ وکړ چې له جنګ او جګړي څخه لاس واخلي او د سولې له بهیر سره دې یو ځای شي، خو له بده مرغه چې دوی نه یوازې د دوی غوښتنو ته لبیک و نه وایه بلکې لایې خپلو بریدونو او عام وژنې ته زور ورکړ.
دا چې د ایاتو او احادیثو په رڼا کې جوماتونه د امن ځای بلل شو، خو سره له دې هم مسلمانان د دغو ترهګرو او انسان وژونکو ډلو له شر څخه په دغه مقدسه ځایونو کې هم په امان کې ندي، نو بیا څنګه د اسلامیت، انسانیت او افغانیت ادعا کوي، حال دا چې له کفار او مشرکینو سره د جګړی پر مهال د هغوي عبادت ځایونه په امن کې ول، څوک چې مسلمان وي په مسجد کې خپل شخصي، سیاسي او یا مذهبي دښمنان نه وژني، که څوک دا کار وکړي د تل پاتې بدنامیو سره مخ کیږي او په دې دنیا او هغې دنیا کې به مخ توری وي، اسلامي سپیڅلي شریعت له مخې له مسلمانانو سره څه، چې له غیر مسلمانو سره(تر هغې پورې چې دوی جګړه نه وي پیل کړي) په مسجد کې جګړه منع ده، بلکه د مسجد په شا او خوا کې د جګړې کول حرام بلل شوي دي،لوی څښتن تعالی په دې اړه ښکاره حکم کړی دی: ژباړه:«اومسجدالحرام ته نږدې چې ترڅو پورې هغوی له تاسو سره جګړه نه وي کړی،تاسې هم ورسره جګړه مه کوي»(بقره۱۹۱).
د متحدو علماوو شورا د خپل اسلامی او انسانی مسوولیت له مخي چې دخدای (ج) او دافغان زوریدلي ملت پر وړاندی لري د طالب او داعش ترهګرو او انسان وژونکو ډلو له لورې د افغان ولس پروړاندې په دې وروستیو کې کوم جنایات ترسره شوي د قرآن او احادیثو په رڼا کې په کلکو ټکو غندو او عاملینو ته یې د سختی جزا غوښتونکي یو او هغو کورنیو ته چې خپل بچیان او عزیزان یې په ترهګریزو بریدونو کی له لاسه ورکړي د صبر هیله کوو او د افغانستان له متدین ولس نه غواړو ترڅو د ملی یووالی او وروولی تر چتر لاندی په هیواد کې د ښه امنیت او ثبات په موخه د خپلو امنیتی ځواکونو سره مرسته او همکاری وکړي ترڅو نور په هیواد کې د دغه شان ناوړو او زړه بوګنوونکو پیښو شاهدان ونه اوسو او د یو با ثبات او پر مختللی افغانستان خاوندان شي او نور مو مظلوم ولس د خپلو عزیزانو په ویر او ماتم اوښکي تویی نکړي.
و من الله التوفیق

Share this page to Telegram

Comments