د ننګرهار په شیرزاد ولسوالۍ کې تصفیوي علمیات پیل شول

comments 0

2285 Views

هندوکش ــ ننګرهار: د افغان ځواکونو له خوا دننګرهار ولایت په شیرزاد ولسوالۍ کې دترهګرو په وړاندې تصفیوي او جګړه ایز عملیات پیل شوي.
دننګرهارولایت درسینو له مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دیادوعلمیاتو مشري د۲۰۱ سیلاب قول اردو څلورمې لوا قوماندان برید جنرال کریم نیازي کوي، چې په ترڅ کې به دشیرزادو ولسوالۍ په بشپړ ډول دوسلوالو ترهګر له شتون څخه خلاصه شي.
چارواکي وايي، په دې عملیاتو سره به دننګرهار په امنیتي وضعیت کې دپام وړ بدلون راشي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments