د ننګرهار په روداتو کې ملکی وګړي چا شهیدان کړل؟«مستند راپور»

comments 0

1 Views

هندوکش ـ ننګرهار: تیره شپه په ننګرهار کې د صفر دوه قطعې منسوبينو د هدفي عملیاتو په لړ کې شپږ داعشي ترهګر چې دوه ځانمرګي هم پکې و وژلي دي او شپږ تنه نور يي ژوندي نيولي دي.
باوري سرچینو هندوکش ته ويلي دي چې په دې عملیاتو کې د داعش د ماين جوړونې مسول قدرت الله، مالي مسول شريف، امان په شيرزمان مشهور د اکمالاتو مسول،قاري بلال د ځانمرګو ساتونکی او دوه تنه ځانمرګو بریدونو ته تيار شوي میرزا او تکبیرالله چې په ياد کور کې پټ وو وژل شوي دي.
سرچينې وويل:« په دې کور کې ملکي وګړي وو خو د همدې ملکي وګړو له شتونه په استفادې داعشیان هم پکې وو خو کله چې کور محاصره کيږی په لوډسپيکر کې پر دوی غږ کيږي چې بهر راو وزي چې د داعش اړوند کسان نه راوزي خو په کور کې شته ملکي وګړي چې درې ماشومان، دوه سپين، دوه ميرمنې او يو بل ماشوم هم ورسره دی د راوتو په حال کې له شاه پرې ډزې کیږي چې دوه میرمنې، دوه سپين ږیري او دوه ماشومان پکې شهيدان کيږي او دوه نور چې يوه میرمن او یو ماشوم دی د صفر دوه قطعې په ځوابي ډزو کې برسيرن ټپيان کيږي چې اوس د ملی امنيت ریاست په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.»
سرچينه زیاتوي:« په پيښه کې د تلاشي پر مهال د داعش بل ګروپ چې غواړي خپل بند پاتې کسان د وسله وال بريد په لړ کې وژغوري هم د ملی امنيت هغو کسانو ته په لاس ورځي کوم چې په ياده سیمه کې پیاده شوي وو.»
د سرچينې په حواله:»نیول شوي کسان عزیزالرحمن د بابوخان زوی، عبدالکريم د بسم الله زوی،ابراهیم د لعل محمد زوی،پرويز د شیرزاد زوی او تاج محمد ګل باز زوی پکې شامل دي.»
شنونکي وايي چې ترهګر تل له عامه ځايونو په استفادې ملکي وګړي د خپلو شومو موخو لپاره سپر کوي.
شنونکي وايي:« ترهګرو ته د مجاهد، کورنۍ د غړي يا خپلوي په پلمه شپه ورکول ورته پيښې خامخا له ځان سره لري، په دې پيښه کې چې په ننګرهار کې ملکي وګړي په خبري يا بې خبري کې سپر شوي او بیرته هم هغو ددې لپاره چې ځانونه وساتي سپر کړي او شهيدان کړي يي دي.»
ياده دې وي چې د همدې ډلې په خښ شوي ماين کې د روانې اونۍ په پيل کې د اچين ولسوالۍ په ماموند سيمه کې د يوې کورنۍ يولس غړي شهيدان شوي وو چې له هم هغې پيښې وروسته تر څارنې لاندې وو چې باالاخره د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ په شهیدانو مېنه کې په يو کور کې ګیر او د خپلو اعمالو په سزا ورسيدل.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments