د ننګرهار په خوګیانیو ولسوالۍ کې ۶ طالب غړي د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې ځایي چارواکي وایې چې نامعلومو وسله والو د طالبانو یو قومندان ترڅنګ د هغه پنځه ملګري هم وژلي دي.
د ننګرهار مطبوعاطي دفتر نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د خوګیاڼو ولسوالۍ د کږې هدیرې سیمه کې، تېره شپه یوې وسله والې ډلې د طالبانو سیمه ییزقوماندان فضل احمد او د هغه پنځه ملګري په ډزو وژلي دي.
د یادې ولسوالي د معلوماتو له مخې، د وسله والو طالبانو دا قوماندان په ګڼ شمېر تخریبي او ترهګړي فعالیتونو کې لاس درلوده چې امنیتي ځواکونو لخوا تر نظارت لاندې وو.
په دې اړه تر اوسه طالب وسله والې دلې څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *