د ننګرهار په خوګیانو ولسوالۍ کې دداعش ضد عملیات پیل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې چاوراکي وایي چې دداعش ضد عملیاتو په لړ کې ځیني سیمې یې بیرته له داعشه نیولي دي.
‌‌‌‌‌‌ډګرمن شیرین اغا فقیري د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند رسنیو ته وویل چې افغان ګډو ځواکونو تېره ورځ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د داعش ضد عملیات پیل کړي.
د نوموړي په وینا دغو عملیاتو کې نهه داعش وسله وال وژل شوي او څلور نور زخمیان دي.
نوموړې زیاتوي دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ‌‌‌‌‌‌ډاګو کلی، ندافانو کلی او میرزاخېلو سیمه چی دداعش وسله والې ډلې تر ولکی لاندی وو بیرته نیولي دي.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال د طالب او داعش وسله والو ډلو ځپلو په موخه ننګرهار کې پراخ عملیاتو روان دي چې چارواکو په وینا د وسله والو ډلو ډیرې پتنځایونه یې له منځه وړي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply