د ننګرهار والي ولایتي شورا په لاسوهنو تورنه کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار والي د دغه ولایت د ولایتي شورا رییس په تخریبي کارونو تورن کړی دی.
والي شاه محمود میاخېل په خپل فیسبوک کې د ولایتي شورا پر رییس احمد علي حضرت د مشورتي لویې جرګې د ټاکنو ګډوډولو او د شینوارو تر منځ د نفاق اچولو تور پورې کړې دی.
والي همدا راز د ولایتي شورا پر بل غړي اجمل عمر هم تور پورې کړی چې غواړي د شېرزادو ولسوالۍ د شوکاڼي کان د ناقانونه استخراج لپاره سیمه ییزه اردو کې خپل کسان ځای پر ځای کړي.
والي نیوکه کړې چې یاد وکیلان د دې پر ځای چې په روژې مبارکه میاشت کې ترهګریز بریدونه وغندي؛ د ولایت خلاف کنفرانس ورکوي.
والي ویلي، د ترورستي، جنایې، اقتصادي مافیا او د قدرت انحصاري کړیو نه د ولس د خلاصون اصلي لارې، د دوی غیر مشروع اقتصادي منبع وچول دي.
ولایتي شورا بیا دغه تورونه رد کړي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments