د ننګرهار د امنیتي وضعیت په تړاو ناسته

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ملي امنیت شورا کې د ننګرهار په شمول د ځینو ولایتونو پر امنیتي وضعیت بحث شوی.
ملي امنیت سلاکار د امنیتي بنسټونو مسوولینو ته دنده سپارلې چې د ننګرهار د جنایي جرمونو، ټرورېسټي فعالیتونو، اختطاف او سازمان شویو ترورونو د مخنیوي لپاره جدي هڅې وکړي.
غونډه کې د افغان ځواکونو سرښندنې ستایل شوې او د ګواښونو د له منځه وړلو او د افغانستان د خلکو د ارامۍ دښمنانو ځپلو لپاره اړوند ادارو ته سپارښتنې شوي.
په دې غونډه کې د ننګرهار امنیتي او دفاعي چارواکو ګډون درلود او سپارښتنې شوي چې له ترهګرۍ سره مبارزه کې دي مسوول چارواکي جدي اوسي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments