د ننګرهار خوګیاڼو وسلوالۍ کې له طالبانو د تېښتې لار ورکه ده

comments 0

2 Views

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وايي، چې د ننګرهار خوګیاڼو ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال بیګا شپه ۸ ترهګر وژل شوي او ۶ نور یې ټپیان شوي دي.
خبر پاڼه وايي، افغان کومانډو ځواکونو د خوګیاڼو د وزیرو سیمه کې بیګا شپه د طالبانو پر یوه مرکز برید ترسره کړ ۸ تنه یې قتل کړل او ۶ نور یې ټپیان شول.
سرچېنې وايي، چې طالب ترهګر هڅه کوي د خلکو په کورونو کې پټ او یا له سیمې څخه وتښتي خو افغان ځواکونه یې پر وړاندې په عملیاتو بوخت دي او د تېښتې لارې به هم پرې بندي کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ترهګرو له دغه مرکز څخه یو شمېر وسلې او مهمات د ځواکونو لاس ته ورغلي او یو شمېر نور یې له منځه وړل شوي دي.
د وزیرو اوسیدونکي د افغان ځواکونو د یادو عملیاتو هرکلی کوي او وايي د ترهګرو د ځپلو په موخه دې خپلو عملیات جاري وساتي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments