د ننګرهار اوسیدونکي: د طالبانو پر وړاندې یو موټی شئ

comments 0

345 Views

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار خلکو په یوه ولسي غونډه کې وویل، چې د سولې په خبرو کې ځنډ د جګړې تودېدو او د وینو د بهېدلو د دوام په مانا ده.
په دې غونډه کې چې په کامې ولسوالۍ کې د سلګونه قومي مشرانو او خلکو په ګډون جوړه شوې وه طالبان یې ګرم وبلل چې له یوې خوا د سولې خبرې کوي او له بلې خوا یې جګړو ته زور ورکړی.
د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر له خلکو وغوښتل چې د جګړې د پلویانو پر وړاندې یو موټی شي.
ښاغلي عمر د نړۍ په کچه د زړو دښمنیو د ختمېدو یادونه وکړه او ویې ویل: “ولې، تر کومه پورې؟ یهودان له اماراتو او بحرین سره کېني سوله کوي، طالبه ولې زما له ولس سره سوله نه کوې، ولې مې بېګناه وژنې، دا کوم اسلام دی؟”
له دې مخکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم خلکو په ورته ولسي غونډو کې طالبانو غوښتي دي چې ژر تر ژره د افغان حکومت سره یوه موافقه وکړي چې په هېواد کې د څلورو لسیزو جګړه پای ته ورسېږي.
په ننګرهار کې په داسې مهال پر طالبانو د یو موټي غږ کیږي چې په دې وروستیو کې وسلوالو طالبانو خپل بریدونو زیات کړی دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments