د ننګرهار امنیه قوماندان: داعش ډلې کې پاکستانیان او ایرانیان شتون لري.

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت امنیه قوماندان عبدالرحمن رحیمي د داعش ډلې نیول شویو غړیو پر مهال وویل چې : افغان امنیتې ځواکونو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې چې د ننګرهار ولایت ځينو ولسوالیو پاک کولو په موخه په لاره اچولي شوي دي زیات شمیر داعش غړي نیولي چې د ایران او پاکستان اوسیدونکې دي.
نوموړې زیاتوې چې نیول شوي کسان د تولنیزو شبکو له لارې داعش ډلو سره یوځای شوي او وایې چې دداعش ډلو په منځ کې زیات شمیر بهرني وګړي شتون لړي چې ډیرې يی ایرانیان او پاکستانیان دي.
دا په داسې حال کې دې چې اوس اوس الجزیرې خبري شبکې د روسيې مشاورینو په هکله راپور خپور کرې چې کندز کې طالبانو ته سلا مشورې ورکوې او افغان حکومت سره په مستقیمه توګه جګړه کوي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply