د نظام د ننګولو وروستۍ هڅي، که استخباراتي او سياسي لوبي!

comments 0

0 Views

رسنيو داسي راپورونه خپاره کړل، چي روسان خپل ځيني د (کي جي بي) غړي يو ځلي بيا افغانستان ته د ترهګرو د ملاتړ او تسليحاتي مرستو لپاره لېږلي دي. دا ډول راپورونه نور شايعات نه دي او نه بايد هسي ګنګوسې او يا آوازې وګڼل شي. ايران، پاکستان او د منځنۍ اسيا ځيني نور هيوادونه قصداً په افغانستان کي د خپلو منافعو لپاره غواړي نيابتي جګړه وغځوي او دا هيواد يو ځلي بيا د جګړې په سنګر او ډګر مبدل کړي.

روسانو هم تائيد کړې، چي پر وسله والو طالبانو پوره نفوذ لري او د هغوی د پخواني مشرتابه سره يې په ايران کي په سيمه کي د رواني جګړې په ارتباط ليدلي او خبري کړي. د دغو ليدنو او کتنو څخه د بيرته راګرځېدو پر مهال ملا اخترمحمد منصور په ډالبندين سيمه کي د ميليون هاوو ډالرو سره يو ځای، د سرحدي عبدالله له کوره سره بې پيلوټه الوتکي په نښه او وواژه. تر ملا اخترمحمد منصور وروسته د طالبانو رهبرۍ او د کويټي شورا تصميم ونيوی، چي د روسانو او ايرانيانو سره بايد خبرو ته دوام ورکړو.

ايران څو ځلي د پان شعيزم په واسطه هڅه وکړه، چي د وسله والو سره مرسته وکړي او په ضمن کي د اوسني نظام ترکيب تضعيف کړي، د روسانو دا فارمول افغانانو په نطفه کي خنثی کړ، نو تر دې وروسته ايرانيانو هڅه وکړه، چي د هيواد په نسبتاً بې ثباته ولايت فراه کي د وسله والو سره مادي او معنوي مرستي پيل کړي.

د دې ليدنو او مرستو په تعقيب روسانو هم وخت او مجال پيدا کړ، تر څو د طالبانو سره معامله وکړي. په هر صورت، څو ورځي مخکي په کندوز کي يوه پېښه وسوه، چي مبالغينو ډېر سياسي رنګ ورکړ او دا کار يې يو سياسي عمل تلقي کړ. پوښتنه دا ده، چي د دغو فارغينو په وخت کي د ودانۍ پر سر د وسله والو بيرغ يو قصدي عمل وو که غيرقصدي؟
دوهم د هيواد په بېلابېلو برخو کي داسي پېښي وسوې، ارسلا جمال په مسجد کي وسله والو په شهادت ورساوه او د پېښي پړه يې پرغاړه واخيسته، خو هيچا غبرګون ونه ښود او داسي بېلګي نو په زرهاوو دي. درېيم، که چېري دولتي اراکين او يا هم خارجيان د مدرسو او ديني موعظو د تدريس مخالف وي، نو بيا ولي په هيواد کي بې شمېره ديني مدارس حمايه کوي او ولي يې په سړه سينه له منځه نه وړي او نه يې تخريبوي؟
نو له نقادانو څخه هيله کوم، چي يو ځل زما منطق هم واوري او بيا د پېښي په اړه خپل غبرګون په ډاګه کړي: که حقايقو ته وکتل شي، نو جوته به شي، چي دلته ګاونډي هيوادونه هر کار ته د پوکانې په څېر هوا ورکوي او هر څه په توره شپه سپين ښيي. نو پوښتنه دا ده، چي دا ډول تخريبي حرکات لا هم بهرنۍ پروژه او د اوسني منتخب نظام د تخريب مفهوم نه لري او د اوسني نظام هيڅ بديل نه لرو.

نو راځئ چي د نفي پر ځای يې حمايه او تقويه کړو. که هر څوک مقنع او مدلل ځوابونه لري، نو ما او ملت دي اګاه کړي، چي د موضوع اصلي او اساسي عمق ته ورسېږو، تر څو په راتلونکي کي د سياسي تصادماتو ښکار نه شو. که نه همېشه به د بل د لاس آله يو او هغه به مو د خپلو سياسي موخو او شومو اهدافو لپاره کاروي.

سرچينه: ټاټوبی

Share this page to Telegram

Comments