د نشه یي موادو پر ضد د مبارزې اونۍ؛ ملګري ملتونه وایې طالبانو د هيروئينو او ښيښې کارخانې جوړې کړي

comments 0

4573 Views

هندوکش ــ کابل: په افغانستان کې د نشه يي موادو سره د مبارزې د اونۍ په مناسبت ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي چې طالبانو په جنوب لوېديځو ولايتونو کې د هيروئينو او ښيښې کارخانې جوړې کړي او له دې لارې سلګونه ميليونه امريکايي ډالر ترلاسه کوي.
د ملګرو ملتونو د څېړنو څارونکې ډلې په خپل راپور کې ويلي چې وسله‌والو طالبانو د (تنظيم) په نوم يوه ځانګړې ډله جوړه کړې او مسؤلیت‌يې ورسپارلی چې نشه‌يي مواد توليد او بيا يې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو تر پولو پورې قاچاق کړي.
په دې راپور دغې ډلې ويلي، طالبان د پخوا په شان خپلې مالي اړتياوې د نشه‌يي موادو له توليد او قاچاقو څخه پوره کوي.
په دې راپور کې دا هم راغلي چې طالبانو د هيروئينو د جوړولو او قاچاقو ترڅنګ، په دې وروستيو کې په فراه او بادغیس ولايتونو کې د ښيښې يا (methamphetamine) جوړولو کارخانې جوړې کړې دي. طالبان د فراه له دښتو څخه د ومان يا (Ephedra) په نوم نشه‌يي بوټي راټولوي او بيا د ښيښې په جوړولو کې د کیمياوي موادو په توګه کار ځینې اخلي.
دا راپور چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ګوتو ته لوېدلی په‌کې راغلي چې دا مهال د وسله‌والو طالبانو په لاس جوړه شوې ښيښه په ۱۰۰ کې ۶۰ په افغانستان کې استعمالېږي او پاته‌يې د نړيوالو مافيايي ډلو په مرسته ايران، اسټراليا، جنوبي افريقا، منځنۍ اسيا او خليجي هېوادونو ته قاچاق کېږي.
د ملګرو ملتونو د دې هيئت څېړنې ښيي چې د طالبانو د (تنظيم) په نوم ډلې مسؤليت دا دی چې د ننګرهار په اتو ولسواليو کې توليد شوي هيروئين د اسيا جنوب شرقي هېوادونو ته قاچاق کړي.
د زابل پخوانی والي او سياسي تحليلګر محمد اشرف ناصري وايي چې نشه‌يي مواد د طالبانو د عوايدو لويه مالي سرچينه ده، همدا پيسې دي چې په مرسته‌يې طالبان ورځ په ورځ خپله جګړه نوره هم پسې تودوي.
ښاغلی ناصري وايي: “د نشه‌يي موادو مافيايي ډلې او طالبان په ګډه د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې خلک هڅوي چې کوکنار وکري، ځکه چې د کوکنارو ګټه همدې دوو ډلو ته رسېږي. طالبان د کوکنارو له کښت څخه ډېرې پيسې ترلاسه کوي چې په دې پيسو خپل جنګي لګښتونه پوره کړي، ځکه نو بزګران هڅوي او يا يې په زور دې ته اړ باسي چې کوکنار وکري.”
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments