هندوکش – کابل: کورنیو چارو وزارت وایي، درې ولایتونو کې د نشهیي توکو د کاروبار او قاچاق په تور کسان نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت وایي، د ننګرهار ولایت د ځانګړو پولیسو قومندانۍ منسوبینو د روداتو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د یوه عملیات په لړ کې دوه تنه د نشه يي توکو په تړاو له دوه میله تفنګچو او یو شمېر نشه يي توکو سره نیولي.
د نیمروز ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د زرنج ښار له اړوند سیمو د دوو بېلو عملیاتو په ترڅ کې یو کس د ۲۰ کیلو ګرامه نشه يي توکو او یو عراده نقلیه واسطې سره نیولی.
کابل ښار کې بیا پولیسو نهه کسان د نشهيي توکو د خرڅلاو په تور نیولي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ
د نشهيي توکو کاروباریان نیول شوي
