د نشه‌يي توکو په اړه د ملګرو ملتونو انديښنه

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: ملګرو ملتونو ويلي، په نړیواله کچه د کېمياوي نشه ‌يي توکو کارول ډېر شوي دي.
د ملګرو ملتونو له نشه ‌يي توکو سره د مبارزې ادارې يا «UNODC» موندنې ښيې چې اروپا ته د افغانستان د تریاکو د قاچاق سربېره له اسیايي هېوادونو څخه هم د مصنوعي نشه ‌يي توکو قاچاق ډېر شوی دی.
د «UNODC» مشر فدوتوف ویلي، نړیواله ټولنه یوازې د نشه یي توکو بوټو ته فکر وړې، خو دېته یې پام نه ده چې ورځ بلې ته کېمیاوي نشه یي توکي د ډیرېدو په حال کې دي.
ملګرو ملتونو ویلي، ځینې هغه اوسني نشه ‌يي درمل چې پخوا به د درملنې لپاره کارېدل، اوس د نشې لپاره کارول کېږي او په وینا یې ځکه خو یې بیه هم ورځ په ورځ لوړېږي.
میتافیتامین او امپیتامین یا شیشه هغه کېمیاوي نشه ‌يي توکي دي چې اوس په یوه جدي روغتیايي ستونزه اوښتي او په اسیايي بازارونو کې يې خرڅلاو په چټکۍ سره ډېرېږي چې ان سرحد یې تر اروپا رسېدلی.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments